سپین غر پوهنتون

Spinghar University

یاد څېړنیز کلکسیون (نندارتون)چې، نن د شنبې پر ورځ د غویي/ثور میاشتې پر څوارلمسه په ختیځ زون کې د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو د اتحادیې پر همکارۍ د ننکرهار پوهنتون په کوربتوب پیل شو پکې د ننګرهار پوهنتون او د خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو استادانو او محصلینو خپلې ترسره کړې عملي څېړنې، لاسته راوړنې او صنعتکارانو خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندې کړې.
ننګرهار پوهنتون رئیس دوکتور یحی"فهیم"وویل چې ،له یاد څېړنیز کلکسیون څخه یې موخه څېړنو ته د محصلینو هڅول او د څېړنو د ترسره کولو پر وړاندې پرتو ستونزو ته د حل لارې لټول دي.
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس دوکتور خیرمحمد"مومند"خوښي څرګنده کړه او یاد څېړنیز کلکسیون یې د محصلینو له پاره اړین او ګټور وباله او د ورته نورو څېړنیزو کلکسیونونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه ترڅو ځوانان راشي او په لېوالتیا سره پکې ګډون وکړي او هغه ستونزې چې، دوی یې د علمي څېړنو د ترسرکولو په برخه کې لري له همدې لارې په اسانۍ سره حل کړي ترڅو په راتلونکې کې له ورته ستونزو سره مخ نشي.
یاد څېړنیز کلکسیون (نندارتون) چې،پر لومړۍ ورځ یې په زرګونه تنه د پوهنتونونو استادانو،محصلینو او ځوانانو پکې ګډون کړی ؤ دوه ورځې به دوام وکړي چې،اکاډمیک شخصیتونه به خپلې علمي څېړنې او صعنتکاران به خپل صنعتي توکي نندارې ته وړاندې کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت