سپین غر پوهنتون

Spinghar University

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د چارو د لاښه والي او چټکوالي په موخه د خپلو محصلینو له پاره انلاین ډېټابېس جوړ کړ.
۱۳۹۸/۴/۵
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مرستیال ډاکټر سبحان الله حمیدي محصیلنو ته د یاد ډېټابېس د ټرېننګ ورکولو د پرانیستې پرمهال وویل چې ،د محصلینو د انلاین ډېټابېس له جوړولو نه یې موخه د چارو ښه والي او چټکوالي ترڅنګ محصلینو ته د اسانتیاوو او سهولتونو رامینځته کول دي ترڅو محصلین وکولای شي د خپلو درسونو او ازموېنونو د مهالوېش ترڅنګ د ازموېنو د پایلو او د نومرو فیصدي په اسانۍ سره د خپلو ځانګړو جوړو شوو ادرسونو له لارې په همدې آنلاین ډېټابېس کې وګوري.
نوموړي زیاته کړه چې،تر دې وروسته به د محصلینو د درسي بهیر او ازموېنو مهالوېش او د ازموېنو پایلې او د نومرو فیصدي له همدې لارې اعلانېږي او محصلین کولای شي په ډېرې اسانۍ سره هرمهال او په هرځای کې د خپلو ځانګړو ادرسونو له لارې د خپلو ټولکيو د درسي بهير او ازموېنو مهالوېش ترڅنګ د خپلو ازموېنو پایلې او د نومرو فیصدۍ په اړه بشپړمعلومات په همدې ډېټابېس کې چې،د محصلینو په نوم جوړ شوی دی ترلاسه کړي .
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال ډاکټر محمد اسحق صافي د خبرو پر مهال وویل چې، نور دې ته اړتیا نه لیدل کېږي ، چې،محصلین په فزیکي ډول پوهنتون ته راشي او د خپلو ازموېنو د پایلو په اړه معلومات واخلي ،دا او دې ته د ورته نورو ستونزو ترڅنګ نه یوازې دا چې دا کار ډېره ستونزمنه ده بلکې د دواړو لوریو د وخت د ضایع کېدلو مخنیوی هم کوي چې،دا یې ترټولو ستره ښېګنه ده او په تحصیلي بهیر کې د وخت سپما تر ټولو اړینه ده ،نوموړی زیاتوي تردې وړاندې چې ،محصلینو هغه وخت د خپلو ازموېنو د پایلو په خاطر په انتظار کې له لاسه ورکاؤ اوس کولای شي ترې د مطالعې / کتاب لوستنې او نورو اړینوموضوعاتو په اړه د پلټنې په برخه کې استفاده وکړي نوموړي په راتلونکې کې د لانورو پرمختګونو ژمنه وکړه.
ورپسې د ډېتابېس د مسؤل یما سعادت له لوري د تدریسي مدیریت د مرستیال فضل الرحمن زیارمل پرهمکارۍ محصلینو ته په اړونده برخه کې بشپړ معلومات او ټرېننګ ورکړ شو چې، څنګه کولای شي د خپل ټولګي د درسي بهیراو ازموېنو د مهالوېش او د ازموېنو د پایلو او د نومرو د فیصدۍ پر اړه له یادې لارې معلومات ترلاسه ترلاسه کړي.
نوموړي همدارنګه د ټرېننګ په وروستۍ برخه کې سپین غر د لوړو زده کړومؤسسې د ویب سایټ پر تړاو هم محصلینو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو محصلینو خوښي څرګنده کړه او د ادارې د یاد نوښت او اقدام د ستاېنې ترڅنګ له مسؤلینو او استادانو مننه وکړه چې،تل یې خپلو محصلینو ته د غوره او باکینفیته زده کړو د زمینې برابرولو ترڅنګ ګڼې نورې ورته اسانتیاوې او سهولتونه برابروي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت