سپین غر پوهنتون

Spinghar University

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې او خراسان پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.
۱۳۹۸/۴/۲۹
ددغه تفاهملیک له مخې چې،سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ډاکټر خیر محمد"مومند"او خراسان پوهنتون د رئیس انجینر طارق"کمال"ترمنځ لاسلیک شو، دواړه ادارې به د علمي،تدریسي،اداري،څېړنیزو،خپرنیزو،علمي سروې ګانو ترسره کولو،تخنیکي برخو او محصلینو ته د عملي زده کړو د زمینې برابرولو له پاره به ګډ کار کوي.
د یاد تفاهملیک د لاسلیک پر مهال په ختیځ زون کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د اتحادیې اجرائیوي مشر استاد عبدالبصیر"سباوون"د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکټر محمد معشوق"سادات" روښان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس استاد فاتح ګل "شینواري" اریانا د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چارو مرستیال ډاکټر مسعود"صافي"او التقوا د لوړو زده کړو مؤسسې اداري مرستیال ګډون درلود.
د خراسان پوهنتون رئیس د یاد تفاهم لیک پر اړه وویل چې،د دې تفاهملیک لویه موخه د دواړو ادارو ترمینځ د متقابلو همکاریو له لارې له سرچینو څخه ټاکلو موخو ته د رسېدو په خاطر د اغېرمنې ګټې اخیستنې له پاره د زمینې برابرول او د بشري سرچینو د وړتیاوو لوړول دي او د دواړو ادارو له شته سرچینو څخه د زده کړیالانو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ګټه اخیستل دی.
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ډاکټر خیرمحمد "مومند "د دواړو ادارو ترمینځ د یاد تفاهملیک لاسلیک د ګډو همکاریو په برخه کې یو ستر ګام وباله،نوموړي زیاته کړه چې،د ګډو همکاریو ددې تفاهملیک په عملي کولو سره به ټولې ستونزې په اسانۍ سره حل شي او د اړتیا په صورت کې یو له بله سره به د ستونزو په له منځه وړلو کې دواړه خواوې پوره همکاري کوي او وخت ناوخت د چارو د ښه والي په برخه کې به مشورتي ناستې ترسره کوي او خپلې تجربې به یو له بله سره شریکوي، نوموړي د ګډو همکاریو د تفاهملیک د لاسلیکولو په برخه کې د خراسان پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه او د تلپاتې همکاریو غوښتنه یې وکړه،ترڅو په اکاډمیکه برخه کې د ستونزو د له مینځه وړلو په برخه کې ګډ کار وشي.
پاتې دې نه وي چې،د یاد تفاهم لیک پر اساس دواړه خواوې د راتلونکو دریوو کلونو له پاره به په اړوندو برخو کې ګډه همکاري ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت