سپین غر پوهنتون

Spinghar University

څو چې پاتې یو افغان وي_تل به دا افغانستان وي!
۱۳۹۸/۵/۷
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د بیرغ ملي ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله:
د بیرغ د ملي ورځې د نمانځنې په یادو مراسمو کې چې،نن د دوشنبې پر ورځ د اسد/زمري د میاشتې پر اوومه نېټه سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې په انګړ کې ترسره شوو،پکې سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست رئیس ډاکټر محمد اسحاق "صافي" په ګډون د محصلانو چارو مرستیال ډاکټر سبحان الله "حمیدي"،د طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکټر محمد معشوق "عثمانزي"،د ډيپارټمینتونوآمرانو،استادانو،اداري مسؤلینو او محصلینو ګډون کړی ؤ.
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست رئیس ډاکټر محمد اسحاق"صافي"د وینا پر مهال وویل چې،ملي بیرغ زموږ هویت دی او ترڅنګ یې د یووالي او ملي وحدمت سمبول دی او څوک چې د دې بیرغ تر چتر لاندې ژوند کوي هغه افغان دی او ټول افغانان سره وروڼه دي نو پر همدې اساس موږ ټول افغانان باید خپل ملي بیرغ(خپل هویت)ته درناوی ولرو، نوموړي وویل چې، هر افغان باید د ملي احساس او هېوادنۍ مینې له مخې یاده ورځ ونمانځي او په نمانځغونډو کې یې د ګډون ترڅنګ خپله کورنۍ او دوستان د یادې ورځې له ارزښته خبر کړي ترڅو ټول په یوه فکر د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ له پاره کار وکړو او په هېواد کې له شته ستونزو خلاص او د نړۍ له هېوادونو سره له هره پلوه سیالي وکړو.
ګډونوالو د ملي بیرغ په رپولو او ملي بیرغ زموږ ملي هویت دی او هېواده درسره مینه لرم د شعارونو او یو شمېر نورو مثبتو پیغامونو په ورکولو سره یاده ورځ ونمانځله چې، د مازیګر تر شپږو بجو پورې یې دوام وکړ او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په غوښتنې سره غونډه پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت