سپین غر پوهنتون

Spinghar University

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو له څوارلمسې دورې څخه د څوارلسو(۱۴) نجونو په ګډون یوسل او شپږدېرش( ۱۳۶)تنه ځوانان تر زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول:
هغه غونډه چې، له همدې امله نن د یکشنبې پر ورځ د اسد/زمري د میاشتې پر شپږمه نېټه د جلال آباد ښار د پارک هوټل په تالار کې ترسره شوه پکې د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو د استازو په ګډون د پوهنتون استادانو،فارغو زده کړیالانو، د فارغانو د کورنۍ غړو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسحاق"صافي"د خبرو پر مهال فارغو زده کړیالانو، استادانو او د فارغانو د کورنۍ غړو ته مبارکي ورکړه او نوموړي فارغان یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته ځیر کړل.
نوموړي وویل چې،سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې تر دې وړاندې هم په سلګونه تنه ځوانان د علم پر ګاڼه سنبال کړي او ټولنې ته یې د خدمت پر موخه وړاندې کړي دي،چې اکثره یې اوس په نړیوالو،دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو بوخت دي او خپلو هېوادوالو ته په علمي او روغتیایي برخو کې خدمت کوي او همدارنګه یو شمېر نور یې له هېواده بهر په نړیوالو پوهنتونو کې پر تخصصي او نورو لوړو زده کړو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه چې،سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه باکیفیته او معیاري زده کړو ته یوه ژمنه تحصیلي اداره ده او تل هڅه کوي چې،خپلو محصلینو او هېوادالو ته باکیفیته او معیاري تحصیلي خدمات وړاندې کړي،چې ښه بېلګه یې د تخصص او ایګزیټ ایګزیم په تېرو دولتي ازموېنو کې په لویه کچه سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د فارغانو بریالي کېدل دي،چې په هره ازموېنه کې په لوړه کچه او ښو نومرو په ترلاسه کولو سره بریالي شوي دي.

نوموړي همدارنګه سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د مشر ښاغلي ډاکټر خیرمحمد "مومند" هغه پیغام هم فارغانو ،استادانو او د نوموړیو د کورنۍ غړو ته وړاندې کړ چې،پکې فارغانو ته د هغوی د فراغت له امله د مبارکۍ ترڅنګ د لابریاوو غوښتنه کړې وه.
د فارغانو د کورنیو پر استازولۍ د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر عبدالبصیر"صافي"خبرې وکړې او وې ویل چې،نن له ویاړه ډکه ورځ ده ورته چې،د نورو والدینو سره یوځای د خپل زوی په فراغت غونډه کې کې ګډون کوي،نوموړي د فارغانو د والدینو پر استازولۍ سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې له رهبرۍ، اداري او تدریسي پرسونل څخه مننه وکړه چې،د خپل هېواد د بچیانو د سالمې روزنې او د هېواد پرمختګ له پاره شپه او ورځ زیار باسي، خولې تویوي او په رښتیني توګه یې خدمت کوي،نوموړي زیاته کړه چې،سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوزده کړو په برخه کې یو ځلانده او روښانه نوم دی چې،ځان یې د عمل په ډګر کې ثابته کړې او نن یې له کړو باکیفیته او معیاري علمي خدماتو هېڅوک سترګې نه شي پټولی،نوموړي وویل چې،که د اګزایټ اېګزایم تېرې دولتي ازموېنې بریالیو ډاکټرانو ته د فیصدۍ له نظره وګورو نو نږدې اویا(۷۰)سلنه یې له همدې تحصیلي مؤسسې نه فارغان دي چې،په یاده ازموېنه کې په لوړو نومرو بریالي شوي دي.
نوموړي په غونډه کې له ټولو ګډون والو او والدینو څخه مننه وکړه چې،په داسې سختو شرایطو کې یې د خپلو بچیانو هر اړخیز ملاتړ وکړ او لوړې زده کړې یې پرې وکړې، ده همدا راز په غونډه کې پر ټولو میندو او پلرونو غږ وکړ چې،پر خپلو بچیانو دې لوړې زده کړې وکړي ترڅو په هېواد کې شته ستونزې حل او د پرمختګ له پاره یې زمینه برابره شي.
نوموړي پر ټولو فارغانو غږ وکړ چې،په رښتینولۍ او صداقت سره خپلې ټولنې ته خدمت وکړي او خپل وجداني،ملي او اسلامي وجیبه اداء کړي.
ورپسې د فارغانو پر استازولۍ د معالجوي طب پوهنځي فارغ ډاکټر نصرت الله "اکبري" خبرې وکړي او سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې له رهبرۍ،اداري او تدریسي پرسونل څخه یې مننه وکړه چې،د باکیفیته او معیاري لوړو زده کړو زمینه یې دوی ته برابره کړې ده او تل یې خپلو محصلینو ته د اسانتیاوو او سهولتونو د رامنځته کولو له پاره زیار باسي،نوموړي وویل چې،نن دلته موږ ولاړ یوو او له خپلو کورنیو سره یوځای له ویاړه او خوشحالیه دا ډکه ورځ نمانځوو دا ټول د همدغه فعاله اداري او تدریسي پرسونل د زحمتونو پایله ده..
نوموړي سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه د هېواد پر کچه یوه وتلې او معیاري تحصیلي مؤسسه وبلله چې،خپلو هېوادوالو ته د طب په برخه کې باکیفیته او معیاري تحصیلي خدمات وړاندې کوي.
نوموړي د ټولو فارغانو پر استازولۍ ژمنه وکړه چې، دوی خپلو زده کړو ته به لا دوام ورکوي او خپل هېواد به په طبي برخه کې له سیالانو سره سیال کړي نوموړیو د قدرداني په موخه سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې یو شمېر استادان د اعزاز په پګړیو او ډالیو وستایل..
د غونډې په پای کې سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي رئیس پوهنمل ډاکټر محمد معشوق"عثمانزي"له لوري یادو فارغانو ته سوګند ورکړ شو او نوموړیو ته یې د رښتیني او حقیقي خدمت سپارښتنه وکړه ،چې تر سوګند ورکولو وروسته پر یادو فارغانو د فراغت تصدیق پاڼې ووېشل شوې او همدارنګه د ccl pharma د جلال اباد څانګې له لوري یادو فارغانو سره د تشویق او هڅونې پر موخه د یوه اندازه طبي وسایلو او قرطاسیې مرسته وشوه چې،د اړونده مسؤلینو له لوري د تصدیق پاڼو له وېش سره یوځای پر فارغانو ووېشل شوو چې،سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې سرپرست رئیس ترې مننه وکړه او د تلپاتې همکارۍ غوښتنه یې ترې وکړه.
پاتې دې نه وي چې،سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې تر دې وړاندې هم په سلګونه تنه ځوانان په دیارلسو بېلابېلو دورو کې روزلي او ټولنې ته یې د خدمت پر موخه وړاندې کړي دي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت