Curative Medicine
دا ډول زده کړې ټولنې ته د داسې علمي او مسلکي کادرونو د روزنې اساسي دنده په غاړه لري، چې هغوي د يوه ملت رښتينې او اساسي معنوي پانګه ګڼل کېږي. د همدې لوړو او مسلکي زده کړو د عامولو او پراخولو په پايله کې کېداي شي يوه ټولنه او وګړي يې د سوکالۍ په لور حرکت وکړي. هر څومره ،چې د علمي او مسلکي کادرونو د روزنې په لارو چارو کې اغېزمنې هلې ځلې کېږي په هماغه کچه ټولنه د نېکمرغۍ او هوساينې په لور چټک ګامونه اخلي. سپين غر د لوړو زده کړوخصوصي مؤسسه د معالجوي طب پوهنځي په درلودلو سره د عملي کار لپاره د سپين غر مومند تدريسي روغتون په نوم عصري او مجهز روغتون لري، چې په پرمختللو عصري وسايلو سمبال روغتون دي او محصلينو ته د عملي زده کړې تر څنګ د هېواد والو لپاره په معالجوي برخه کې هم فعاليت کوي. سپين غر د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې معالجوي طب پوهنځي د خپلو محصلينو د علمي کچې د لا پياوړتيا او لوړولو لپاره پر تجربوي موادو او وسايلو مجهز لابراتوارونه،د نشراتو او څېړنو آمريت، کتابتون،کمپيوټر لب او د نړېوالو معيارونو سره سم په پروجکتور او LCD سمبالې تدريسي خونې لري. د ټولو هېواد والو او په ځانګړي توګه سپين غر د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې (ننګرهار) محصلينو ته د خداي (ج) څخه کاميابي او برياليتوب غواړم.
په درنښت
د معالجوي طب پوهنځي رئيس

Spinghar Institute of Higher Education (SIHE) was established in 2009, with the Ministry of Higher Education (MOHE) on Reg. 19 in Afghanistan.