Stomatology Faculty
ستوماتولوجي پوهنځي رئيس پيغام
دا چې د خولې د جوف او غاښونو علوم د نورې نړۍ پرتله زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې وروسته پاتي دي، نو په دې اساس سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې په ۱۳۹۰(هـ – ش)کال کې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د ستوماتولوژي پوهنځي هېوادوالو ته د خدمت او د نړۍ سره د انډول برابرولو لپاره د بنسټ ډبره کېښوده. ستوماتولوژي پوهنځي د هېوادوالو د خدمت لپاره يو شمېر کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي او دا سلسله لا جريان لري .
زه ددې پوهنځي د رئيس په توګه ټولو درنو هېوادوالو سره ژمنه کووم، چي د تحصيلي معيار د ساتلو، د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو مطابق د لوړو زده کړو کيفيت ته ارتقاع او د هېواد والو د باور تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې کوو، تر څو چې په ګران هېواد کې د شته ستونزو ،چې د غاښونو او خولې د جوف په برخه کې يې لرو له منځه يوسوو او د نړۍ په معيار ځان برابر کړو.
له تاسو ټولو قدرمنو محصلينو څخه مې هيله داده ،چې د خپل ځان او هېواد د راتلونکي لپاره بې حده زيارونه وباسئ او د پورته ذکر شوو ستونزو د حل لپاره له مونږ سره اوږه په اوږه ودرېږئ، تر څو د غاښونو د طب په برخه کې يو معياري بنسټ ولرو.
په درنښت
دوکتور عبدالله ( رحمانی (
د ستوماتولوژي پوهنځي رئيس

Spinghar Institute of Higher Education (SIHE) was established in 2009, with the Ministry of Higher Education (MOHE) on Reg. 19 in Afghanistan.