Skip to content

22

Admission Process

لومړی ماده: دا طرزالعمل دلوړو زده کړو محترم وزارت او د سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې د اصولو پربنسټ او د خصوصي لوړو زده کړو د مؤسسو مقرره (رسمي جريده) دريم فصل د څلور ويشتمې مادې په په اساس د اجرأتو دهمغږي کولو او د جذب په برخه کې د شفافيت او د اصولي نظم د رامنځته کولو په موخه وضع شوي دي،ترڅو د واجد شرايط نوماندانو د جذب،تبديلۍ او منفکۍ په برخه کې اصولي کړنې ترسره شي.


دويېمه ماده: د کانکور په ازموينه کې د ګډون کولو شرايط.
1. د دولسم ټولګي د فراغت هغه سند وړاندې کول،چې د پوهنې وزارت تائيد کړی وي.
2. د پوهنې وزارت لخوا د ليسې د دريو کلنو نمرو تائيد.
3. په ازموينه کې تر شموليت د مخه د اړوند فورمو بشپړول.
4. په ازموينه کې د دولتي مامورينو لپاره د شموليت وروستۍ عمر(
۳۵)کاله دي.
5. د کانکور په ازموينه کې د شموليت کارت اخيستل.


در يېمه ماده: نوماندان د کانکور د ازمويني له برياليتوب وروسته سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې محصل بلل کېږي.


څلورمه ماده: د محصلينو جذب د لوړو زده کړو وزارت د هداياتو او د مؤسسې د ظرفيت له مخې ترسره کېږي،د جذب ارقام د ډيپارټمنټونو او پوهنځيوله خوا امکاناتو او ظرفيت ته په کتلو سره چمتو کېږي.


پنځمه ماده:
1. د کانکور ازموينې اخيستلو اجازه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او مؤسساتو رياست او د امتحاناتو د ملي کمېټې څخه اخيستل کېږي.
2. د کانکور ازموينې لپاره د لوړو زده کړو وزارت څخه د ازموينې اخيستلو پلاوی د معرفي غوښتنه کېږي.
3. د کانکور ازموينه د لوړو زده کړو له لورې د ګمارل شوي پلاوي په مشرۍ اخيستل کېږي.
4. ګمارل شوی پلاوی د سوالونو جوړولو،ازموينې اخيستلو،جواب پاڼو کتلو،کامياب او ناکام معلومولو،مؤسسې او لوړو زده کړو وزارت مربوطه څانګې د نتايجو د لېږلو چارې ترسره کوي.

logoWhite

Spinghar Institute of Higher Education (SIHE) was established in 2009, with the Ministry of Higher Education (MOHE) on Reg. 19 in Afghanistan.

Angoor Bagh Chowk Nangarhar.
info@spingharuniversity.edu.af
+93 (0) 79 43 85 859