Skip to content

22

Fee Structure

   1.      ټول محصلین مکلف دی چی خپل فیسونه په داخلی اسعارو باندی تصفیه کړی.

2.    ټول محصلین مکلف دي چې د هرې میاشتې د لومړی تاریخ څخه تر پنځم تاریخ پوری خپل فیسونه تصفیه کړي.

3.    دفیسونو د پخوانۍ لایحې له مخې چی کومه جریمه اخستل کیده له دی څخه وروسته نه اخستل کیږي .

4.    که چیرې کوم محصل دفیس پورتنۍ لایحه مراعات نه کړي د ټولګي څخه به ویستل کیږي او د محرومۍ سره به مخ شي بیا یې مسؤلیت دده پخپله غاړه وي .

5.    محصلین باید د نهایي ازموینې د لومړی تاریخ نه تر پنځم تاریخ پورې د تدریس سمستر فیسونه تصفیه کړي د نه تصفیه کیدو په صورت کې د ازموینې څخه محرومیږي چی بیا د شکایت حق نه لري .

6.    د فیسونو لایحې د صحیح تطبیق د سرته رسولو په خاطر مالي آمر کاملاً صلاحیت لري چې محصلین له ټولګي او ازموینې څخه وباسي نو دقدرمنو استاذانوڅخه هیله کیږي چې له مالی آمر سره په دی برخه کی لازمه همکاري وکړي .

7.     که چیرې کوم محصل اقتصادي مشکلات ولري په هر ټولګي کې تر پنځه نفروپورې کولای شي چې ترلسم تاریخ پورې خپل فیسونه تصفیه کړي البته دپوهنتون د رئیس له احکامو اخيستلو څخه وروسته .

 

 

 

logoWhite

Spinghar Institute of Higher Education (SIHE) was established in 2009, with the Ministry of Higher Education (MOHE) on Reg. 19 in Afghanistan.

Angoor Bagh Chowk Nangarhar.
info@spingharuniversity.edu.af
+93 (0) 79 43 85 859