د څیړنو اداري بورد

د لوړو زده کړو پوهنتونونو او مؤسساتو د علمي او  څېړنیزو ژورنالونو د تنظیم لایحې مطابق د څېړنو داخلي کتنپلاوی هغه ډله متخصص اشخاص دي، چې د علمي-څېړنیز ژورنال لپاره د ژورنال علمي چارو په ګډون د موضوع خپرولو، بیا کتنې، منځپانګې، بیا سپارلو او اړوند نورو برخو په اړه د منلو يا نه منلو پرېکړه کوي.

داخلي کتنپلاوی د علمي څېړنو یوه مهمه برخه ده چې د علمي ژورنالونو لپاره د اداري پروسو د ملا تیر حیثیت لري. د څېړنو د ترسره کولو او خپرولو په صورت کې باید ددې بورډ رایه او ډاډ حاصل شي چې ايا د څېړنیزې مقالې منځپانګه د لوړو علمي معیارونو پر بنسټ ټاکل شوي که نه.

 

د څېړنو داخلي کتنپلاوي (هیئت تحریر) شرایط

۱: د ملي علمي-څېړنیز ژورنال داخلي کتنپلاوي د غړو شمېر باید د علمي مجلې د فعالیت د یوې برخې  لپاره لږ تر لږه یو کس وي.

۲: د ژورنال د داخلي کتنپلاوي غړي باید لږ تر لږه ماسټر وي، د دکتورا سند ته  لومړيتوب ورکول کېږي.

۳: د ژورنال د داخلي کتنپلاوي له (۵۱٪) سلنه څخه زیات غړي باید د پوهنتون/مؤسسې د علمي برخې کارکوونکو د غړو په صفت دنده ولري.

۴: د داخلي کتنپلاوي هر غړی باید یوازې د درېیو ملي علمي-څېړنیزو مجلو غړیتوب ولري.

۵: د ژورنال د داخلي کتنپلاوي هغه غړي چې ماسټري لري، په نړيوال ژورنال کې یې بايد لږ تر لږه یوه یا په ملي معتبر ژورنال کې دوه مقالې خپرې شوې وي.

 

د څېړنو داخلي کتنپلاوي (هیئت تحریر) دندې او مسؤلیتونه

۱: د سردبیر په بلنه د مجلې چارو اړوند په کاري غونډو کې ګډون کول.

۲: له علمي پلوه ورسپارل شويو مقالو تصویب او خپرولو، تعدیل یا رد په اړه پرېکړه کول.

۳: د مقالو د متخصصو بیاکتونکو غوره کولو په اړه پرېکړه کول.

۴: د مقالو د بیا کتنې لپاره د معیارونو او میکانیزمونو اړوند اسناد چمتو او تصویبول.

 

 سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) څېړنیزو فعالیتونو ته د ژمنتیا په لړ کې غواړي چې د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو پر بنسټ په ملي کچه غوره، با کیفیته او داسې علمي څېړنې تر سره او ټولنې ته وړاندې کړي، چې پایلې یې په عملي ډول ددې ټولنې په خیر تمامې شي. په لاندې ډول د مؤسسې د څېړنو داخلي کتنپلاوی

(هیئت تحریر) درپېژنو.

ګڼه انځور نوم دنده اړيکو شمېره بريښنا ليک
1 پوهاند ډاکتر محمد طیب نشاط سردبیر ۹۳۷۸۴۵۳۳۶۰۰+ Mohammadtaib.neshat@spingharuniversity.edu.af
2 پوهنیار ډاکتر شفیق الله عطیش مجلې مدیر ۹۳۷۸۹۷۰۱۱۰۰+ shafiqullahatish@gmail.com
3 پوهنوال ډاکتر محمد اصف حسنزی کتنپلاوی ۹۳۷۰۰۶۰۴۵۳۵+ asif.husinzai@spingharuniversity.edu.af
4 پوهنیار ډاکتر احسان الله شینواری کتنپلاوی ۹۳۷۸۵۱۷۰۰۶۰+ ihsanullahshinwari034@gmail.com
5 سټوماتولوګ عبدالله رحمانی کتنپلاوی ۹۳۷۸۰۸۰۸۷۳۱+ Ab.rahmani88@gmail.com
6 دوکتور حیات الله زمان کتنپلاوی ۹۳۷۸۳۴۳۲۸۰۸+ Hayatzaman825@gmail.com
7 سټوماتولوګ ریاض سالارزی کتنپلاوی ۹۳۷۷۵۵۸۸۳۰۳+ Riaz.salarzai303@gmail.com