کاري فرصتونه

کاري فرصتونه

سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د خپل اصلي ماموریت تر څنګ چې تدریس، څېړنه او په ټولنه کې فعاله ونډه اخیستنه ده، د نورو ټولو اداري داخلي او بهرنیو خواوو سره د اړیکو په برخه کې منظم او د نوي عصر د غوښتنو مطابق بېلابېل کاري فرصتونه برابر کړي دي. مؤسسه د دې خدمتونو په وړاندې کولو سره غواړي چې د استادانو، اداري او نورو برخو کارکونکو د شفاف او اصولي ګمارنې په لړ کې د مؤسسې کاري فرصتونو ته د لاسرسي برخه تنظیم کړي، چې له دې لارې به هغه نوماندان چې غواړي د مؤسسې اعلانېدونکې دندې وپلټې او غوښتنلیک ورته ولېږي؛ وکولای شي د اړوندو اعلان شويو بستونو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړي.

په دې برخه کې د مؤسسې د علمي او اداري تشو بستونو او یا نويو رامنځته کېدونکو څانګو اړوند بستونو لپاره د اعلان د پیل او پای نېټه، د دندې نوعیت، بستونو شمېر، کاري تجربې، د زده کړو او مسلکي وړتیاو په اړه د مؤسسې غوښتنې او همدارنګه د بست لپاره د اسنادو لېږلو (اپلای) لارښود موجود دی.

تاسې کولای شئ له لاندې برخې څخه د مؤسسې  د اعلان شويو بستونو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ.

 

ګڼه د دندې عنوان دندې اعلان د پیل نېټه دندې اعلان د پای نېټه نوم لیکنه