تشکیلاتي جوړښت

سازماني جوړښت چې په ځینو حالاتو کې د سازماني چارت یا ارګانوګرام په نوم هم یادېږي، په اداره کې د تنظیم، ترتیب، واک، اړیکو، حقوقو، مسؤلیتونو او راپور ورکونې رسمي کرښو او سلسله مراتبو ته ویل کیږي. تشکیلاتي جوړښت په اداره کې د لوړې کچې، منځنۍ کچې او ټيټې کچې پورې د اداري څانګو په تفکیک ځانګړې درجه بندي او د بشري سرچینو یو سیستماتیک ترتیب دی. منظم او د سکتور د غوښتنو مطابق سازماني جوړښت ادارې ته دا ځواک ورکوي، چې له لوړې کچې څخه تر ټیټې کچې او همدارنګه د تخنیکي، حمایوي او امنیتي برخو کارکوونکو ته د اوامرو او راپورونو تر څنګ، په خپلو چارو کې څنګه اغېزناک او مؤثر پاتې شي.

سپین غر مومند پنځوس بستریز تدریسي او معالجوي روغتون چې د سپن غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) تدریسي روغتون دي، د لوړو زده کړو وزارت تقنيني سندونو، کیفیت لوړونې معیارونو او د عامې روغتیا وزارت د معیارونو پر بنسټ او د مؤسسې او روغتون د موجوده پالیسیو، لرلید، ماموریت او ستراتېژیکو موخو لپاره اوږدمهاله ثابت تشکیلاتي جوړښت لري، چې په ترتيب سره په کې د روغتون رئیس، د روغتون سرطبیب، مالي او اداري چارو آمر، د اړوندو څانګو (وارډونو) مشران، متخصصین، استادان، اداري،  تخنیکي، امنیتي او خدماتي کارکوونکي شتون لري.

د روغتون تشکیلاتي جوړښت د غیر مرکزیت اصل پر بنسټ ترتیب شوی او د روغتون اصلي دندې او د روغتون د رئیس دندې او واکونه د پورته کچو په نظر کې نیولو سره په اصولي او قانوني ډول تقسیم شوي او وخت په وخت څارل کېږي. د يادونې وړ ده چې د روغتون تشکیلاتي جوړښت د روغتون له اداري او د مؤسسې له علمي شورا څخه تائید شوی دی.