سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د عمومي طب پوهنځي لپاره د دولسمو ټولګیو فارغانو او د غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځیو لپاره د دولسم او څوارلسم (طبي نیمه لوړو زده کړو انسټيټيوټونو) فارغو لپاره، د کال په جریان کې د ټاکليو شرایطو پر بنسټ د پسرلني او خزاني سمسترونو کانکور ازموينې اخلي. په دې کانکور ازموینه کې د داخلي او بهرنیو نوماندانو لپاره ټاکل شوي معیارونه او لازمي شرایط د عمومي شرایطو په برخه کې ذکر شوي دي. د دې شرایطو د پوره کولو په صورت کې نوماندان کولای شي په بريالي ډول د کانکور ازموینې ورکولو په موخه لپاره لاندې لارښوونې تعقیب کړي. د کانکور ازموینې ټول داخلي او بهرني ګډونوال باید لاندې ذکر شوې لارښوونې د ازموینې له پیل څخه تر پایه پورې په دقیق ډول په پام کې ونيسي.
د کانکور ازموینې بڼه (نوعیت)
د عمومي کانکور ازموینه چې د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه اخیستل کېږي، پوښتنې یې - د ټاکل شوي شمېر په تفکیک او په تصادفي ډول - د لاندې مضامینو له مخې ترتيب او ټاکل کېږي. دا پروسه د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوي هیئت او سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې د ازموینو برخې مسؤلینو په مرسته ترسره کېږي.
د عمومي کانکور ازموینې د پوښتنو بڼه
مضمون
|
پوښتنو شمیر
|
پوښتنو ګڼه
|
ځوابونو وخت
|
اسلامیات
|
۲۰
|
۲۰-۱
|
۲۵ دقیقې
|
رياضيات
|
۶۰
|
۸۰-۲۱
|
۱۲۰ دقیقې
|
طبي علوم
|
۴۰
|
۱۲۰-۸۱
|
۴۵ دقیقې
|
ټولنیز علوم
|
۲۰
|
۱۴۰-۱۲۱
|
۲۵ دقیقې
|
السنة (ژبې)
|
۲۰
|
۱۶۰-۱۴۱
|
۲۵ دقیقې
|
يادونه: د ازموينې ټول وخت - په پورته ډول د هرې برخې د ځوابولو وخت په تفکيک سره - څلور ساعتونه ټاکل شوی دی.
د اختصاصي کانکور ازموینې د پوښتنو بڼه
مضمون
|
پوښتنو شمیر
|
پوښتنو ګڼه
|
ځوابونو وخت
|
اساسي+مسلکي+اسلامیات
|
۱۰۰
|
۱۰۰-۱
|
۱۵۰ دقیقې
|
د عمومي کانکور ازموینې ټولې پوښتنې (۱۶۰) او ټولې نمرې (۳۲۰) دي. په اړوندو پوهنځیو کې د بریالیتوب لپاره هغه نوماندان په ترتيب سره بریالي اعلانېږي چې د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوي ظرفیت پر بنسټ یې، په کانکور ازموینه کې تر نورو لوړې نمرې ترلاسه کړي وي. د دې تر څنګ د ادارې د لزوم دید او د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوي هیئت په تائید، له ( ۲۰ تر ۸۰ ) پورې نوماندان د ریزرف په توګه اعلانېږي.
د غاښونو طب او طبي ټکنالوژي پوهنځیو لپاره، د طبي نیمه زده کړو مسلکي انسټيټيوټونو د څوارلسم ټولګیو فارغ نوماندانو څخه ځانګړې اختصاصي کانکور ازموینه اخیستل کېږي. په دې اختصاصي کانکور ازموینه کې پوښتنې د اړوندو پوهنځیو د اساسي او مسلکي مضامینو او اسلامیاتو مضامینو څخه ټاکل کېږي. د دې ازموینې ټولې پوښتنې (۱۰۰) او ټولې نمرې (۲۰۰) دي. بریالیتوب د لوړو نمرو پر بنسټ د ټاکل شوي ظرفیت له مخې اعلانېږي او پاتې نوماندان ریزرف اعلانېږي.
د عمومي کانکور ازموینې لپاره د پوښتنو د ډولونو په تفکیک، ټول وخت (۲۴۰) دقیقې یا (۴) ساعته ټاکل شوی دی او د اختصاصي کانکور ازموینې لپاره ټول وخت (۱۵۰) دقیقې یا (۲.۵) ساعته دی.
د کانکور ازموینې لپاره د ګډون شرایط
د کانکور ازموینې په ورځ ځان ډاډمن کړئ چې لاندې ذکر شوي توکي او وسایل د ځان سره ولرئ او د کانکور ازموینې په کارت کې د ټاکل شوې نېټې پر بنسټ - له ټاکل شوي وخت څخه نیم ساعت وړاندې - مؤسسې ته ځان ورسوئ.
۱. د هویت پېژندنې اصلي اسناد (تذکره، پاسپورټ)
۲. د کانکور ازموینې د ګډون کارت
۳. اړینه قرطاسیه (قلم، پنسل، او پاکونکی)
همداراز په کانکور ازموینه کې ټول هغه برېښنايي توکي - چې د ثبت، تحلیل، او نورو معلوماتو د ورکړې ظرفیت ولري، لکه لېپټاپ یا ټابلیت، موبایل، حساب ماشین، سمارټ واچ، هیډفون او داسې نور – راوړل یې جدي منعه او کارول یې په قانوني ډول له ازموينې څخه د محروميت او اخراج لامل کېږي.
د کانکور ازموینې پایلې
د کانکور ازموينې له پای ته رسېدلو څخه وروسته، د لوړو زده کړو وزارت له لورې د ټاکلي هیئت په شتون کې د ازموینې پارچې کتل کېږي او پایلې یې اعلانېږي. د عمومي او اختصاصي کانکور ازموينو پایلې ښايي په همغه ورځ يا زيات نه زيات راتلونکو دوه ورځو کې اعلان شي.
د ازموینې په اړه د هر ډول قانوني او اصولي شکایتونو، غوښتنو او وړاندیزونو لپاره ګډونوال کولی شي د لاندې برېښناليک يا اړیکې شمېرې له لارې د مؤسسې د ازموینو او نتایجو انسجام آمریت سره اړیکه ونيسي.
ازموینو او نتایجو انسجام آمریت
ټلیفون شمیره : ۹۳۷۸۴۰۰۹۰۱۸+
برېښنالیک : examination@spingharuniversity.edu.af