سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د برحاله محصلینو لپاره د اضافه نصابي مهارتونو لوړولو په لړ کې ګڼ شمېر لنډ مهاله، اوږد مهاله او ځانګړې برنامې او کورسونه وړاندې کوي. په یادو کورسونو کې د انګلیسي او کمپیوټر یو کلنه برنامه او نورې ګڼ شمېر لنډ مهاله برنامې، چې موده یې د حد اقل یوه میاشت او حد اکثر درې میاشتو ته رسېږي، شاملې دي چې برحاله محصلینو، فارغانو او بهرنیو اشخاصو لپاره وړاندې کېږي. په یادو برنامو کې د مؤسسې برحاله محصلينو او فارغانو ته ځانګړي تخفیفونه او سکالرشیپونه په نظر کې نیول کېږي. کمپیوټر او انګلیسي زده کړه او په اړوندو برخو کې د مهارتونو لوړوالی د اوسني عصري او ټکنالوژیکي کاري چاپیریالونو او متحرک بازارونو لپاره خورا مهم دی، تر څو محصلین وکولای شي د انګلیسي او کمپیوټر له طریقه د نړۍ چټک پرمختلونکي چاپیریال سره وصل او خپلې تجربې او د زده کړو کچه لوړه کړي. د مؤسسې د لنډ مهاله او اوږد مهاله برنامو او کورسونو تحصیلي نصابونه په معیاري ډول د ملي غوښتنو، معيارونو او د کاري ساحو د غوښتنې پر بنسټ ترتیب او د مسلکي او د لوړو تحصیلي سند لرونکو استادانو لخوا یې د تدریس چارې پر مخ وړل کېږي.