سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) خپلې اساسې دندې ته د ژمنتیا په لړ کې په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه څېړنیزو فعالیتونو په غوره، منظم او معياري ډول تر سره کولو په موخه، په خپل دایمي تشکیل کې د څېړنې، تألیف او ژباړې معاونیت لري او په مؤسسه کې د لیکنو، تألیفاتو، ژباړو، څېړنیزو مقالو، ملي او نړیوالو کنفرانسونو او د څېړنې په برخه کې د مؤسسې کارکونکو د ظرفیت لوړونې د ټولو چارو د تنظیم او کنټرول دنده په غاړه لري.
مؤسسې د خپلو څېړنیزو فعالیتونو په لړ کې د لوړو زده کړو پوهنتونونو او مؤسساتو د علمي څېړنیزو ژورنالونو د تنظیم لایحې د احکامو پر بنسټ، د مؤسسې د څېړونکو د مقالو خپرولو په موخه د «سپین د طبي علومو علمي-څېړنیز ژورنال» تر سرليک لاندې ملي څېړنیز ژورنال جواز ترلاسه کړی دی.
سپین غر د طبي علومو علمي-څېړنیز ژورنال یوه ملي علمي-څېړنیزه مجله ده چې د طبي علومو په برخه کې د مؤسسې د استادانو، څېړونکو، علمي کادرونو او متخصصینو علمي مقالې او څېړنې په کې خپرېږي. په مجله کې د مقالو خپرولو موخه داده چې د علمي څېړنو او نوښتونو په برخه کې د مؤسسې د څېړنیزو فعالیتونو په لړ کې ژمنتیا څرګنده شي.
د علمي څېړنیز ژورنال اساسي موخې
1. په طبي علومو کې د نويو نظریاتو، مقالو او څېړنو خپرول.
2. د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د علمي-څېړنيزو مقالو کتنه، سمونه او خپرول.
3. د زده کړې او څېړنې پرمختګ او ملاتړ لپاره یو معیاري او ثابت چوکاټ رامینځته کول.
4. د تخصصي پوهې ترویج په لړ کې د مختلفو مسلکونو د متخصصینو ترمنځ علمي اړیکې پراخول.
5. په طبي علومو کې د څېړونکو او متخصصینو استادانو هڅول او ملاتړ کول.
6. د مؤسسې او هېواد په کچه د څېړونکو څېړنیزو فعالیتونو ته د یو معیاري چوکاټ په لړ کې اعتبار ورکول.
7. د لیکل شويو مقالو او څېړنیزو فعالیتونو موندنې او وړاندیزونه د ټولنې اړوندو سکتورونو سره شریکول.
8. ټولنې سره د مؤسسې د څېړونکو استادانو د څېړنیزو پروفایلونو شریکول.
9. د څېړنې او خپرولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو پوره کول.
10. د نړیوالو څېړنیزو فعالیتونو او نړیوال څېړنیز ژورنال لپاره د لومړنیو هڅو او ژمنتیا څرګندول.
په دې برخه کې د سپین غر د طبي علومو علمي-څېړنیز ژورنال جواز، اعتبار اخیستنې او د کلونو په تفکیک د نشر شويو ګڼو معلومات په تفصیلي ډول لیدلای شئ.