سپین غر پوهنتون (ننګرهار) د خپلې اساسنامې په تعقیب د یو قانوني او اصولي اداري او علمي جوړښت پر بنسټ، د خپلو ټولو اجرأتو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د تقنيني سندونو، لوایحو، مقرراتو، پرېکړو او معیارونو مطابق خپلې پالیسیانې، طرز العملونه او عملیاتي لارښودونه او پروسیجرونه لري. پوهنتون د روڼتیا ډاډمن کولو، ثبات ته د ودې ورکولو او په پوهنتون کې د مسؤلانه حساب ورکونې او بشپړتیا د لوړو معیارونو ساتلو په موخه دمحصلينو اړوند هر اړخیز موضوعاتو ته شاملې پالیسۍ، طرز العملونه او اصول لري. پوهنتون باور لري او ددې ډاډ ورکوي چې زمونږ روښانه پالیسۍ او تګلارې، د پوهنتون په داخلي مؤثر کاري چاپیریال، محصلینو سره د غوره او نېکو اړیکو او د بهرنیو ښکېلو خواو سره د اغېزناکو اړیکو لپاره حیاتي ونډې لري. پوهنتون اوس مهال د خپل شعار، لرلید، ماموریت، ثابتو او ستراتېژیکو اهدافو پر بنسټ - د محصلینو په برخه کې داخلي فعالیتونو د تنظیم او لوړو زده کړو وزارت او ښکېلو خواو سره د محصلینو په برخه کې د اغېزناکو اړیکو ساتلو موخه پالیسۍ، طرز العملونه او اصول لري.