Career

د ازموینو او نتایجو انسجام آمر

Post Date                          Apr 03, 2023

Closing Date                     May 03, 2023

Reference                          0014

Salary Rang                       As Per Company

Number of                        1

Vacancies

Years of Experience          2-4 years

Minimum Education        Master's Degree

Work Type                       Full Time

Gender                            Male

 

د دندې لڼديز:

د ازموینو او نتایجو انسجام آمریت د مؤسسې په تشکیلاتي جوړښت ۰۰۱۴ نمبر کوډ کې شتون لري،چې د مؤسسې ټولې ازموینو او نتایجو انسجام چارې پرمخ وړي.

ازموینو او نتایجو انسجام آمر دندې او واکونه:

1.      ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلنی عملياتي پلان ترتیبول. 

2.      د هر هجري شمسي کال په پیل کې د ازموينو کلنی تقويم جوړول. 

3.      پوهنځيو سره په همغږۍ د ازموينو لپاره مهالويش جوړول او ازموينو اصلي کمېټې له تائيد وروسته يې تطبیقول 

4.       د کانکور او سمستر نهايي ازموينو لپاره ځانګړی تطبیقي/اکشن پلان جوړول او تطبیقول. 

5.         د ازموينو مهالويش مطابق د ازموينو د صحنو او محصلينو د تګ راتګ لپاره د ټاکل شويو دخولي او خروجي ځايونو څخه نظارت کول.

6.      د ازموینو د مهالویش مطابق د پوهنځيو فرعي کمېټو په مرسته د ازموینو سوال پاڼې، ځواب پاڼې او محصلينو حاضري په پاکټونو کې ځای پر ځای کول. 

7.        د پوهنځيو تدریسي مدیریتونو او ازموینو کمېټو ته د سوالونو واحد فارمټ ورکول تر څو ټول استادان نوموړی فارمټ وکاروي. 

8.         د پوهنځیو تدریسي مديرانو لخوا د نتیجې د تکمیل،چیک،کنټرول او پوهنځي رئیس لاسلیک څخه وروسته نتايج په ډيټابیس کې فاينلایز کول.

9.      د ازموينو د شقو نمرې ډيټابس سره پرتله کول او د توپيرونو اصلاح کول.  

10.     د نتایجو بیا کتنې لپاره د پالیسۍ مطابق صرف د درې ورځو لپاره عرائض برابرول. 

11.     د نتایجو د بیا کتنې څخه وروسته نتیجه نهایې کول او د تکرار سمستر ناکام او اخراج محصلینو تعداد معلومول. 

12.   د دوهم چانس د نتایجو د تکمیل څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت لپاره سمستر وار نتایج برابرول. 

13.   د هرې ازموينې (کانکور، منځنۍ او نهايي) څخه مخکې د محصلانو چارو معاونيت ته د ازموينې د چمتوالي په هکله پلان ورکول. 

14.     د مؤسسې رهبرۍ ته د پرېکړو لپاره د محصلينو د ازموينو په هکله احصائيوي راپورونه او ارقام وړاندې کول. 

15.    د ازموينې د پيل څخه يوه اونۍ وړاندې پوهنځيو څخه د اړوندو ټولګيو د ازموينې سوالونه او مهالوېش ترلاسه کول. 

16.    د ازموینې د پيل څخه مخکې د ټولو پوهنځيو تدريسي مدير صاحبانو او د فرعي کمېټو استازو سره مجلس کول (دپيل او پای ټاکل د مهالوېشونو نهايي کول). 

17.    د ازموينې وړاندې د ازموينې په اړه جوړ شوي لارښود سيمينار ترتيب کول.  

18.    د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو تقنيني سندونو پر بنسټ د زموينو لپاره جامع طرزالعمل جوړول. 

19.     په ټولو ازموينو کې د ازموينو له کيفيت، نقل مخنيوي او طرزالعمل مطابق د چارو څخه نظارت کول. 

20.    د هرې ورځې د ازموينې بشپړ راپور محصلانو چارو معاونيت ته وړاندې کول او د مياشتې په پای کې توحيدي راپور چمتو کول. 

21.    د سوالونو او د ازموينې د ټول بهير او شفافيت په اړه پوره دقت او د نيمګړتياوو څخه پاکې او منظمې ازموينې ته تدابير نيول او د پاليسيو مطابق ټولې چارې مخ ته وړل. 

22.     د دويم چانس ازموينې لپاره پوره تياری کول (سوالونه، مهالوېش، معذرتي محصلينو تعداد مشخص کول او د پوهنځي تدريسي مديريت څخه د فورمو تر لاسه کول).  

23.     د هر سمستر، کال او پوهنځي په تفکيک په ازموينو کې د محصلينو د ترلاسه شویو نمرو پرتلیز تحليلي راپور چمتو کول او ضعيفه محصلين تقويتي برنامو ته معرفي کول. 

24.    د ليسانس د زده کړو مقررې اړوند مادو سره مطابق محصلينو ته شفاهي توصيه، کتبي توصيه او اخطاريه ورکول. 

25.   د معلوم پروسیجر له مخې د نهايي ازموينو وروسته محصلينو ته د نمرو د بيا کتنې فرصت ورکول. 

26.    د محصلانو معاونيت په لارښوونه او د پوهنځيو رئيسانو په موافقه د تېرو دورو هغو محصلينو ته چې د مضامينو باقيداري ولري، د چانسي ازموينو زمينه برابرول. 

27.   ټولې هغه قانوني دندې چې د مؤسسې د محصلانو چارو معاونیت له لورې ورته سپارل کېږي پرته له ځنډه ترسره کول.

د تحصيل کچه:

په اقتصاد، مديريت يا اداره او دپلوماسۍ کې حد اقل د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې ولري، د ليسانس او ماسترۍ د فراغت اسناد يې د لوړو زده کړو وزارت څخه ارزيابي او تائيد شوي وي.

په ليسانس کې يې د نمرو عمومي اوسط له ۷۵ څخه او په ماسترۍ کې د نمرو عمومي اوسط له ۸۰ سلنه څخه کم نه وي. کوم کانديدان چې له هېواده بهر يې لوړې زده کړې ترسره کړې وي، بايد د نمرو اوسط يې د همغه هېواد د (B Grade) معادل وي.

کاري تجربه:

په تحصيلي ادارو کې د ازموینو او نتایجو په برخو کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري.

کوم کانديدان چې د هېواد په نورو خصوصي تحصيلي ادارو کې په دندو بوخت دي، نشي کولای په يادو ادارو کې د کليرنس او حسابونو تصفيه کولو پرته د تحريري ازموينې وروسته په کاري مرکه کې ګډون وکړي.

کاري وړتياوې، ځانګړنې او مهارتونه:

1.      په پښتو، دري او انګليسي ژبو کې ښه ليکنه او خبرې وکړای شي

2.      د مايکروسافټ آفس پروګرامونو کارونې په برخه کې تخصصي پوهه ولري. 

3.      د پلان جوړونې، فکر توليد او ستونزو حل په موخه د تحليل وړتيا ولري. 

4.       په چارو کې شفافيت، قانون تطبیق او اداري اصولو ته ژمن وي. 

5.       د وخت مديريت او کار کوونکو روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سپارلو لارښود

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې خپل اسناد په انلاین او حضوري بڼه راولیږي.

اړیکو شمیري :0771527489   /0783616252

بریښنالیک

hr@spingharuniversity.edu.af