اساسي ارزښتونه
سپین غر مومند پنځوس بستریز تدریسي او معالجوي روغتون چې د سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) تدریسي روغتون دی، په خپلو ټولو وقایوي، معالجوي، عملي تدریس، اداري، مالي او حسابي، څېړنيزو چارو، ټولنه کې د فعاله ونډه اخیستنې او عامه اړيکو کې په لاندې اصولو باور لري او خپل ارزښتونه یې بولي. روغتون د خپل لرلید، ماموریت، ستراتېژیک، کلني او نور فرعي اهداف او فعالیتونه د لاندې اساسي ارزښتونو پر بنسټ تنظیموي او له خپلو اجرأتو څخه سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) او د هېواد واک لرونکو او مربوطه اداراتو ته حساب ورکوي.
1. مسؤلیت پېژندنه
په روغتون کې ټوله رهبري، متخصصین او اداري کارکوونکي په ډله ایز مسؤلیت باندې ټینګار کوي. د روغتون هر غړی (محصل، استاد او اداري کارکوونکی) د خپلو کړنو او پرېکړو لپاره حساب ورکوونکی دی او داسې چاپیریال ته وده ورکوي چې په هغې کې افراد د اخلاقي چلند، د ناروغ پاملرنې او د اکاډمیکې بشپړتیا په وده کې خپله ونډه وپېژني. د فعاله ګډون او مالکیت احساس په هڅولو سره د روغتون کارکوونکي په ټولنه کې فعاله ونډه اخلي او د ناروغانو سره د تعاملاتو په برخه کې ډاډ ورکوي چې د ددوی اړتیا د روغتون په مسؤلیتونو کې لومړیتوب لري په او په ټولو فعالیتونو او هڅو کې د مسلکیتوب لوړ معیارونه ساتل کېږي.
2. دیني او ملي شعایرو ته درناوی
د تدریسي روغتون ټول کارکوونکي او محصلان د اسلام مقدس دین او ملي شعایرو ته بشپړ درناوی لري او باورمن دي چې دا شعایر د افرادو او ډلو ارزښتونه او باورونه جذبوي. د روغتون اداره د يو ټول شموله اداري مسلکي چاپیریال رامینځته کولو او وده ورکولو ډاډ ورکوي. مونږ د قرانکريم او احاديثو په ګډون ټولو اسلامي شعايرو ته بشپړ درناوي کوو. همدارنګه د افغانستان دحاکمو نظامونو ملي شعایرو - چې د هیواد د تاریخ او کلتوري تنوع استازیتوب کوي - لکه ملي بیرغ، ملي سرود ... ته اهمیت ورکوو او د يادو شعايرو په درناوي سره هڅه کوو په کارکوونکو او محصلینو کې د یووالي احساس پیداکړو.
3. د معیارونو تطبیق
په روغتون کې د لوړو زده کړو وزارت د عمومي قوانینو او مقرراتو، کیفیت لوړونې معیارونو او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت لخوا د وړاندې شويو معیارونو تطبیق په اغېزناک ډول ترسره کېږي. تدریسي روغتون د محصلینو د عملي زده کړو او روغتیا پاملرنې په برخو کې د معیارونو د بشپړ تطبيق ډاډ ورکوي. تدریسي روغتون د معیارونو د تطبیق په صورت کې د دوامداره پرمختګ او حساب ورکولو کلتور ته وده ورکوي. تدریسي روغتونو د معیارونو د ښه تطبیق په موخه داسې اسانتياوې او امکانات برابر کړي چې د عملي تدریس، څېړنو او روغتیا په برخه کې هر اړخیز ملاتړ ترسره کولی شي،. روغتون د کال په جریان کې د معیارونو د تطبیق څارنې او ارزونې ترسره کوي او هېوادوالو ته د روغتون په ټولو څانګو کې د معیارونو تطبيق څخه د دوامدارې څارنې ډاډ ورکوي.
4. روڼتيا او ځواب ورکونه
روڼتيا (شفافیت) او حساب ورکونه د تدریسي او معالجوي روغتون د ماموریت بنسټیزه برخه ده. مونږ ډاډ ورکوو چې د تدریسي روغتون په ټولو چارو کې خلاصې اړیکې او روښانه پروسې د روغتون په اداري چارو او ټولنه کې لوړو باور رامینځته کوي. مونږ د کارکوونکو او محصلینو شکایتونه، وړاندیزونه او غوښتنو ته په ورين تندي ځواب ويونکي يو او په دې ډول هڅه کوو داسې چاپیریال رامینځته کړو، چې ستونزې په سمدستي او ښه ډول حل شي. د روغتون ټولې برخې اړوندو صلاحيت لرونکو مراجعو ته روښانه تفصيلي راپورونه استوي او د راپور ورکولو کلتور او اصولو رعایت ته ارزښت ورکوي.
5. عملي زده کړې او مهارتونه
عملي تدریس، څېړنو او روغتیایي پاملرنو ته ژمنیتا د تدریسي روغتون د ماموریت مرکزي برخه ده. مونږ هڅه کوو چې د سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې تر څنګ د هېواد د نورو تحصیلي بنسټونو لخوا د طبي عملي زده کړو (ستاژ) لپاره رامعرفي کېدونکي محصلين په اړینه پوهه او عملي تجربو سنبال کړو. په تدریسي روغتون کې عملي زده کړې د اوسنۍ عصري نړۍ د غوښتنو مطابق وړاندې کېږي. تدریسي روغتون د محصلینو تر څنګ د روغتون متخصصینو او اداري کارکوونکو ته د مهارتونو لوړولو په برخه کې د ظرفیت لوړونې بېلابېلو برنامو دایرولو ته هم ژمن دی او باور لري چې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د معیاري خدماتو وړاندې کولو لپاره اساس دی.