News

استادانو ته د SPSS روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

Date:چهارشنبه، ۱۴۰۴/۱۱/۱۵, Start Time: - End Time:
Location: سپین غر پوهنتون

یاد ورکشاپ د څېړنې او علمي مجلو معاونیت له لوري د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا آمریت په همغږۍ تنظیم شوی و، چې د استادانو سربېره په کې د پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو او د سپین غر پوهنتون هغو فاغارنو هم برخه لرله، چې په تخصص او اګزیټ ازموینو کې بریالي شوي وو.

د پوهنتون رئیس سید شمس الدین همت د ورکشاپ د اختتامیې مراسمو ته د وینا پر وخت د څېړنې په برخه کې د SPSS   سافټویر په ارزښت، اهمیت د  علمي څېړنو ترسراوي، اړتیا او ګټو په هکله خبرې وکړې او استادانو ته د ورته برنامو تنظیمول یې د هغوی د پوهې او مهارتونو په لوړاوي کې مهم وبلل او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکي کې به د پلان له مخې نورې علمي برنامې هم ترسره شي.

د ننګرهار پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دکتور سعید محمد وقار د څېړنو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو په ګډ کار ټینکار وکړ او ورته برنامې یې د تحصیلي بنسټونو د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت د ښه والي لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې ټولو خصوصي پوهنتونونو ته په کار ده چې د خپلو استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه داسې برنامې تنظیم او وړاندې کړي.

د SPSS سافټویر دا یو اونیز روزنیز ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د دوو تنو استادانو: پوهنمل دکتور حکیم خان حقیار او پوهنمل متخصص دوکتور عبدالغفار شېرزاد له خوا وړاندې شو، چې پر مهال یې د لاندې موضوعاتو په هکله د نظري معلوماتو ورکولو ترڅنګ عملي کارونه ترسره او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکول شول.

 

  • Introduction to statistics and SPSS: overview, installation, and Role of SPSS in medical and public health research
  • Creating a new data file in SPSS (Data View and Variable View)
  • Understanding data: types, variables, coding and recoding
  • Entering data and importing from other files
  • Data management and data cleaning (checking for errors)
  • Descriptive statistics and basic graphs
  • Introduction to inferential statistics: T-tests, reliability, and normality
  • Performing and interpreting tests in SPSS
  • Advanced beginner tests: correlation, Chi-square, ANOVA

د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت